IQNA

  د صهیونیستي رژیم د جنایتونو پر وړاندې جهاد عاقلانه انتخاب دی

6:33 - September 20, 2025
د خبر لمبر: 3491737
ایکنا - د یمن اوسیدونکو د جمعې په ورځ د یمن په ډېرو ښارونو کې د پرتمینو مظاهرو په ترسره کولو سره اعلان وکړ چې جهاد یوازینی عاقلانه او سم انتخاب دی او د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې نور انتخابونه هیڅ ارزښت نه لري.

 ایکنا نیوز د المسیره په حواله راپور راکړی، د یمن اوسیدونکو پرون د جمعې په ورځ په صنعاء کې د خپلو پرتمینو او میلیوني مظاهرو په ترڅ کې، چې د «مونږ د غزې  د ولس  تر څنګ ولاړ یو او د صهیونیسټي رژیم د تیریو  په وړاندې، د یمن خلک به د بې‌طرفۍ ننګ ونه مني» په شعار سره  ترسره شوې، په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د غزې پر وړاندې د تیریو په جریان کې پیښو او بدلونونو ثابته کړه چې جهاد عاقلانه او سم انتخاب دی.

په دغې بیانیې کې راغلي: له دښمن سره نور انتخابونه بې‌ارزښته دي، بلکې دا د دښمن غرور زیاتوي او په هغه کې تکبر، استبداد او د تیریو  لیوالتیا نوره هم پیاوړې کوي.

یمنیانو په  دغو میلیوني  مظاهرو کې ویلي چې جهاد د صهیونیستي رژیم پر وړاندې یوازینی عاقلانه او سم انتخاب دی او وئيلي ئې دي  د دوحې وروستۍ غونډه زمونږ لپاره یو درس و.

په دې بیانیه کې راغلي: مونږ یو ځل بیا د خدای په لاره کې پر خپل استقامت، دې ته پر خپلې ژمنتیا او د جنایتکار صهیونیستي دښمن پر وړاندې زمونږ د مقدس جهاد دوام او د غزې او د هغې د مقاومت ملاتړ او مرستې باندې ټینګار کوو.

د یمن اوسیدونکو په دغو مظاهرو کې د فلسطین د خلکو استقامت ته درناوی وکړ او د فلسطین د مقاومت وروستي پوځي عملیات، چې د خدای په مرسته ئې صهیونیستي دښمن ته ماتې ورکړه، وستایل.

د   د یمن والو  ددغو مظاهرو په بیانیو کې راغلي: مونږ خپلو وسله‌والو ځواکونو ته د صهیونیسټي دښمن پر وړاندې د دوي د پراخیدونکو عملیاتو لپاره، چې د خدای په مرسته ئې خپلو موخو ته رسیدلي، مبارکي وایو.

د یمن اوسیدونکو په  دغه  میلیوني مظاهرو  کې   سعودي عربستان، امریکایانو، بریتانویانو او هر هغه چا ته چې جرأت کوي او غواړي د صهیونیستي دښمن د سمندري تګ‌راتګ د ساتنې لپاره مداخله وکړي، خبرداری ورکړ.

https://iqna.ir/fa/news/4305850

captcha